د قزاقستان ولسمشر له ویلادیمیر پوتین سره پر افغان سوله خبرې کړې دي. د قزاقي رسنیو د راپورونو له مخې قاسم جمعرات په یوه ټلیفوني مکالمه کې له پوتین سره پر افغانستان، دلته اوسني وضعیت، سولې او روان تاوتریخوالي خبرې کړې دي. پوتین ویلي چې د افغانستان وضعیت د مرکزي اسیا پر ثبات او وضعیت مستقیم اغېز لري نو له همدې امله دوی ددغه هېواد په اړه اړین تدابیر اختیاروي. دوی ټینګار کړی چې افغان جګړه باید د خبرو له لارې ختمه کړل شي او همدا راز د سیمې هېوادونه دې د افغان جګړې د منفي تاثیراتو پر وړاندې اړین تدابیر ونیسي. روسیه په وروستیو کې په افغانستان کې د نا امنیو له زیاتېدو سره هممهاله په دې بوخته ده چې د مرکزي اسیا هېوادونه له ځان سره ملګري کړي او له افغانستان د احتمالي ګواښونو مخنیوی وکړي.
































