ولسمشر غني ویلي چې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د ترهګرۍ ضد مبارزې ژمنه کړې ده او ډاډ یې ورکړی دی چې افغانستان به یوازې نه پرېږدي. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام د افغانستان اوسني وضعیت ته په اشارې زیاته کړې، چې ماحول تغییر شوی دی، که څه هم د ده په وینا هېواد د نړیوال تروریزم له حجوم سره مخ دی خو خلک دې ډاډه اوسي چې جمهوریت ساتل کېږي او نړیواله ټولنه به په خپل قوت د افغانستان ترڅنګ ولاړه وي. ولسمشر غني چې د څارنې او همغږۍ ګډ بورډ چمتوالي غونډې ته یې خبرې کولې دغه راز وویل، سره له دې چې سږ کال افغانستان له وچکالۍ، کرونا او جګړې سره مخ و، خو درې سلنه تورم او یو سلنه اقتصادي وده د افغانستان لپاره ښه خبر دی.
































