ګارډین ورځپاڼې ویلي چې له تېر لوی اختر وروسته طالبانو یو ځل بیا تاوتریخوالي ته زور ورکړی دی او له بلې خوا افغان دولت هم د طالبانو پر ضد له ځمکې او هوا عملیات پیل کړي دي. ورځپاڼه کاږي، طالبان چې د افغانستان له شاوخوا څلور سوه ولسوالیو څخه پر نیمایي هغو باندې کنټرول لري او د نورو د ولکه کولو لپاره یې جګړې تېزې کړې دي. د ګارډین په حواله، افغان ځواکونو ځکه ډېری ولسوالۍ له لاسه ورکړې چې له مې میاشتې راهیسي د هغوی د ملاتړ په موخه پر طالبانو د امریکایي ځواکونو بریدونه کم شوي دي. ورځپاڼې وړاندې لیکلي، د افغان کشالې د حل یوازینۍ لار خبرې اترې دي او ښکېل اړخونه دې د جګړې پر ځای پر خبرو تکیه ډېره کړي.
































