ټاکل شوې وه چې سبا ته د جنوبي وزیرستان په مکین کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري په افغانستان او د ډېورنډ فرضي کرښې پورې غاړې ته د مېشتو وګړو لپاره د امن یوه پراخه غونډه جوړه شوې وای خو د دغه غورځنګ غړي وایي چې پاکستانی حکومت ورته د غونډې جوړولو اجازه نه ورکوي. دوی ویلي، د دې باوجود چې دوی له حکومت څخه د جلسې د جوړولو اجازه غوښتې ده خو اجازه ورته نه ده ورکړل شوې. هغوی وایي، په یاده سیمه کې د کشمیر د ټاکنو لپاره غونډې شوې، په خپله حکومتي غوڼډې جوړېږي، ملا فضل الرحمن غونډې کړې دي خو یوازې دوی ته چې د امن غوښتنه کوي اجازه نه ورکول کېږي. د ویلو ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین تېره اوونۍ پر خپل فیسبوک اعلان وکړ چې له اختر نه وروسته به په وزیرستان کې د پښتون افغان وطن د امن لپاره پراخه ولسي غونډه راوبولي.
































