آلمان یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ کوي او د روان تاوتریخوالي مخالف دي. د افغانستان او پاکستان لپاره د المان نوي ځانګړي استازي د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال ویلي چې دوی د سولې لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي. د الماني ديپلومات په خبره هڅه کوي افغان جګړې په کمولو او سولې خبرو په چټکولو کې خپل رول ادا کړي. هغه ویلي اوسنی تاوتریخوالی او ملکي مرګ ژوبله د جدي اندېښنې وړ ده چې باید ژر تر ژره کمه کړل شي. بلخوا د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر هم د سولې په برخه کې د نړیوالو همکاري اړینه بللې ده او له المان یې غوښتي چې خپلې مرستې و نه سپموي.
































