سپینې ماڼۍ د افغان ژباړنو د ژر لېږد لپاره د یو میلیارد ډالرو اضافي بودیجې غوښتنه کړې ده. د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا حکومت له کانګریس غوښتي څو له دوی سره د امریکايي ځواکونو د افغان همکارانو د لېږد په برخه کې همکاري وکړي. دوی ویلي چې د لېږد پروسې د چټکولو لپاره یو میلیارد ډالر اضافي بودیجې ته اړتیا لري چې د کانګریس غړي یې باید تصویب کړي. امریکا غواړي زرګونه هغه کسان له افغانستان و لېږدوي چې له امریکا سره یې دلته په تېر شل کلن ماموریت کې دنده ترسره کړې ده او اوس یې ژوند له ګواښ سره مخ دی. سره له دې چې طالبان وایي دوی د بهرنیو ځواکونو افغان همکارانو ته خطرونه نه جوړوي، خو دلته وروستیو جګړو خلکو ته اندېښنې ډېرې کړې دي.
































