روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۵۴۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر دغې وبا اخته ۶۲ تنه مړه شوي او ۱ زر او ۱۷۳ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر ۱۴۵ زره او ۵۵۲ ته او د مړه شویو هغه بیا ۶ زره او ۵۷۷ ته لوړ شوی دی. روغتیا وزارت یو ځل بیا له هېوادوالو غوښتي چې د دغې خطرناکې ناروغۍ د لا ښه کنټرول لپاره روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.
































