سوداګرۍ وزارت وایي چې افغانستان په تېر ۱۳۹۹ مالي کال کې بهرنیو هېوادونو ته د ۷۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي دي. د یاد وزارت په خبره، په دغو توکو کې چې ډېره برخه یې مېوې جوړوي د هوایي دهلیزونو له لارې امریکا، ایټالیا، جرمني، تاجکستان، عربستان، روسیه، ازبکستان او اردن هېوادونو ته صادر شوي دي. د سوداګرۍ وزارت په وینا، سعودي عربستان د یادو هېوادونو په ډله کې هغه هېواد دی چې تر ټولو ډېر (د ۶ میلیون او ۷۹۷ زره ډالرو) په ارزښت توکي یې له افغانستان څخه پېرلي دي. د یاد وزارت په خبره سږکال د تېر هغه په پرتله د صادراتو کچه کې ۲۸ سلنه ډېروالی راغلی دی خو دغه وزارت د سږنیو صادراتو کچه نه ده په ډاګه کړې.
































