د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي طالبان سیاسي جوړجاړي ته نه دي تیار. نوموړي له یوې امریکایي رسنۍ سره په تازه مرکه کې ویلي چې امریکا بې وخته له افغانستان د ځواکونو ایستل پیل کړل او هغه مهال یې له طالبانو سره خبرې پيل کړې چې سرتېري یې مخ په وتلو وو. دده په وینا طالبان داسې انګیري چې د جګړې ګټونکي دي نو له همدې امله دغه ډله په افغانستان کې سیاسي جوړجاړي ته نه تیارېږي. هغه زیاته کړې امریکا تل په افغانستان کې تېروتنې کړې دي چې له همدې امله یې په دغه هېواد کې کورنۍ جګړې ته لار پرېښوده. عمران خان یو ځل بیا ویلي چې له طالبانو سره مرسته نه کوي او په خبره یې له دغه ډلې سره د ای ایس ای اړیکې نشته دي. بلخوا نړیوالې رسنۍ او د چارو څارونکي په دې باور دي چې پاکستان په افغانستان کې د روانې جګړې تر شا دی او د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي. عمران خان په دې مرکه کې یو ځل بیا ډاډ ورکړی چې له افغان سولې سره همکارۍ ته تیار دي.
































