سعودي عربستان ویلي طالبانو ته په کار ده چې له جګړو لاس په سر شي او د سولې لار خپله کړي. د افغانستان لپاره د سعودي عربستان سفیر د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره کتلي دي او ډاډ یې ورکړی چې دوی له افغان سولې سره همکارۍ او مرستو ته تیار دي. هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی او دې مسئلې د سعودي عربستان اندېښنه هم پارولې ده نو له همدې امله پر طالبانو غږ کوي چې له جګړو لاس په سر شي او له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته ادامه ورکړي. عربستان همدا راز ډاډ ورکړی چې دوی به د افغان سولې د پرمختګونو لپاره د نړیوالو کنفرانسونو او غونډو جوړولو ته هم ادامه ورکړي. افغان حکومت هم د سولې په برخه کې د عربستان له دایمي همکاریو مننه کړې ده او دغه هېواد یې د افغانستان ښه ملګری بللی دی.
































