امریکايي جنرال او د سي ای اې پخوانی مشر وایي د امریکا تېروتنو افغانستان کورنۍ جګړې ته راوستی دی. پیتریوس وایي امریکا د سرتېرو په ایستلو او په دغه هېواد کې په بې شمېره بې پرواییو وضعیت ترینګلی کړی دی او په خبره یې د سرتېرو د ایستلو اوسنۍ بڼه هم ناسمه او د دغه هېواد په زیان دی. پتریوس وایي له یوې خوا په افغان حکومت کې فساد، کمزوری مدیریت او سیاسي بې اتفاقي د وضعیت د ترینګلي کېدو سبب شوې ده او له بلې خوا د امریکايي ځواکونو بې وخته او ناسم وتل د جګړو د دوام او مخالفینو ته د روحیې د ورکولو سبب شوي. هغه په پاکستان کې د ترهګرو ډلو او وسله والو طالبانو امن مرکزونه هم د اندېښنې وړ بللي دي او په خبره یې څو چې پاکستان په کوټه او بلوچستان کې د طالبانو پر وړاندې اقدام ونه کړي دغه ډله به مذاکراتو ته لیوالتیا پیدا نه کړي.
































