پاکستان او عربستان پر افغانستان او کشمیر خبرې کړې دي. د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر په یوه ورځني سفر پاکستان ته تللی او په دغه هېواد کې یې له خپل پاکستاني سیال محمود قریشي سره کتلي دي. په دې لیدنه کې د بېلو نورو مسایلو تر څنګ تر ټولو ډېر بحث د افغانستان پر وضعیت شوی دی. محمود قریشي په یوه خبري غونډه کې ویلي چې افغانستان کې وضعیت بدلېدونکی دی، جګړه شدیده شوې ده نو له همدې امله سعودي عربستان او پاکستان په دې منځ کې پر شته خنډونو او فرصتونو خبرې کړې دي. قریشي په دې اړه تر دې ډېر جزیات نه دي ورکړي.
































