اروپايي ټولنې یو ځل بیا په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر اوسني وضعیت اندېښنه ښودلې ده. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسون په کابل کې د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره کتلي دي او ټینګار یې کړی چې دوی د بشري حقونو د نقض او روانو جګړو مخالف دي. نیکلسون په خپلو خبرو کې ویلي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د بشري حقونو نقض روان دی او باید مخنیوی یې وشي. هغه همدا راز ویلي چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د بېړني اوربند او تلپاتې سولې غوښتونکې ده او غواړي چې روانه جګړه ژر تر ژره پای ته ورسېږي. نیکلسون تر دې وړاندې په دوحه کې له طالبانو سره هم کتلي وو او دغه ډلې ته یې ویلي وو چې د بشري حقونو نقض یې د منلو نه دی. خو طالبان وایي چې دوی بشري حقونه نه نقضوي او پر وړاندې یې تبلیغات روان دي. بلخوا په ټولنیزو رسنیو کې هم د طالبانو پر وروستیو کړنو او ځینو فعالیتونو سخت غبرګونونه پارېدلي دي او کاروونکي پر دغه ډله غږ کړی چې په قصدي توګه د عامو افغانو له وژلو لاس په سر شي.
































