د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا برادر سره لیدلي دي. ملا برادر د طالب پلاوي په مشرۍ چین ته تللی دی. د چین نړیوالې راډیو د خبر له مخې، وانګ یي په دې لیدنه کې ویلي چې چين د افغانستان تر ټولو لوی ګاونډی هېواد دی او تل يې د دغه هېواد د خپلواکۍ، ملي حاکميت او د خاورې د بشپړتيا درناوی کړی دی. هغه ویلي چې افغانستان د افغانانو هېواد دی او د دغه هېواد برخلیک ټاکل هم خپله د دوی دنده ده. نوموړي دغه راز له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو عجولانه وتلو ته په اشارې ویلي چې دا بېړه د امریکایي پالیسي د ماتې ښکارندویي کوي خو په خبره یې؛ دا یو غوره فرصت هم دی څو افغانان د خپل دولت د ثبات او پرمختګ لپاره خپل رول ادا کړي. په ورته وخت کې ملا برادر هم چین د افغانانو د باور وړ ښه ملګری بللی او د افغان سولې برخه کې یې د یاد هېواد د مثبت او عادلانه رول ستاینه کړې ده.
































