بهرنیو چارو وزارت وایي، د چین دولت دوی ته وار له مخه دغه هېواد ته د طالب پلاوي د سفر په اړه خبر ورکړی و. د یاد وزارت په وینا، د دغې بلنې موخه د افغانستان د امنیتي وضعیت او د طالبانو ترڅنګ د بهرنیو ترهګرو د حضور په اړه له دغې ډلې سره د چین د اندېښنې شریکول دي. د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د چین حکومت په دغه سفر کې طالبانو ته د افغانستان د امینتي وضعیت په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او له دغې ډلې یې غوښتي چې هر څه ژر هغه جګړه ودروي چې په پایله کې یې یوازې ملکي وګړي زیان ویني. بهرنیو چارو وزارت دغه راز زیاته کړې چې چین له طالبانو څخه غوښتي څو له بهرنیو ترهګرو سره اړیکې پرې، له افغان دولت سره جدي مذاکرات پیل او سیاسي جوړجاړي ته غاړه کېږدي.
































