روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۴۴۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر دغه ویروس اخته ۳۷ تنه مړه شوي او ۹۱۲ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر ۱۴۵ زره او ۹۹۶ ته او د مړه شویو هغه بیا ۶ زره او ۶۱۵ ته لوړ شوی دی. روغتیا وزارت ویلي چې که څه هم په دې وروستیو کې د کرونا مثبتې پېښې مخ په کمېدو دي خو هېوادوال باید روغتیایي سپارښتنو ته په جدي پاملرنې سره د کرونا د درېیمې او خطرناکې څپې پراختیا مخنیوي کې خپل رول ادا کړي.
































