د بحران په نړیواله ډله کې د افغانستان د مسایلو څېړونکی اندرو واتکینز وايي طالبان لا هم له پاکستان سره اړیکه لري او پر دغه هېواد له فشار پرته به طالبان په اسانه له جګړو لاس وا نه خلي. نوموړي په یوه مرکه کې دا هم ویلي چې په افغانستان کې اوسنۍ جګړې یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي، خو په وینا یې طالبانو دا ثابته کړه چې دوی تر ډېره مذاکراتو ته ژمن نه دي. انډرو وایي که د طالبانو ټولو غوښتنې، لکه د زندانیانو خوشي کول یا له تور لېست د دوی د مشرانو ایستل و منل شي بیا به هم دغه ډله جګړه و نه دروي او پر ژمنو به عمل و نه کړي. د افغانستان د مسایلو دغه څارونکي ویلي چې په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره باید پر پاکستان فشارونه ډېر شي او دغه هېواد دې په افغانستان کې د روانې جګړې په ختمولو کې رښتینې همکارۍ ته اړ کړل شي.
































