د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د افغان کشالې د حل یوازینۍ لار پراخ بنسټه ګډ حکومت بللی دی. نوموړي نن په اسلام اباد کې خبریالانو ته ویلي چې که څه هم په تېرو شلو کلونو کې پوځي تګلارې ښه نتیجه ورنکړه خو ټینګار یې کړی دی چې اوس د افغان ستونزې د حل دوه لارې دي، یوه یې دا ده چې د امریکا په نظامي ملاتړ دې پوځي حل ولټول شي او یا دې هم یو ګډ حکومت جوړ شي. عمران خان ویلي چې په ۹۰مه لسیزه کې په 🇦🇫افغانستان کې د جګړې دوام د پاکستان په ګټه و، خو اوس چې دی د پاکستان لومړی وزیر دی، پر دې باور لري چې افغان جګړه نه یوازې د 🇦🇫افغانستان بلکې د ټولې سیمې په تاوان ده او دوی په 🇦🇫افغانستان کې امن د ځان امن بولي. عمران خان د دې پوښتنې په ځواب کې چې طالبانو د خپلو خلکو پر وړاندې ظلمونه پیل کړي دي وویل، دا د طالبانو خپل کار دی، مسوولیت یې هم د دوی پر غاړه دی، پاکستان د طالبانو ویاند نه دی چې د هرې ښې او بدې کړنې ځواب یې ورکړي. هغه دغه راز زیاته کړې چې دوی په ټولو طالبانو نفوذ نه لري، یوازې پر هغو طالب مشرانو فشار راوړلی شي چې کورونه یې په پاکستان کې دي. نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې پاکستان به له دې وروسته په بهرنیو جګړو کې ښکېل نه شي او نه به هم امریکا ته د پوځي عملیاتو لپاره اډې ورکړي.
































