ولسمشر غني یو ځل بیا وویل چې طالبان به د زور له لارې خپلو موخو ته و نه رسېږي. ولسمشر چې نن یې د ملي بیرغ د ورځې په مناسبت په ارګ کې خبرې کولې وویل، چې دوی سولې ته ژمن دي خو د طالبانو جګړې په دې مانا دي چې دغه ډله پر مذاکراتو باوري نه ده. د ولسمشر په خبره د 🇦🇫افغانستان، سیمې او نړۍ اسلامي علماوو ټولو په ځلونو په افغانستان کې د طالبانو جګړه نارووا بللې ده او په خبره یې دا جګړه هېڅ ډول دیني بنسټ نه لري. ولسمشر غني وویل چې د افغانستان دیني علما او د سولې په مذاکراتي پلاوي کې شته عالمانو په ځلونو له طالبانو سره د جګړې پر سر دیني بحثونه کړي او دوی ته یې واضح کړې چې جګړه یې دیني اړخ نه لري. ولسمشر ټینګار وکړ چې که طالبان سوله نه کوي او پر جګړو ټینګار کوي نو افغان حکومت به یې هم پر وړاندې مقاومت سخت او جګړې پیاوړې کړي. هغه د طالبانو پر ضد د لا ډېرو پراخو عملیاتو خبرداری ورکړ. ولسمشر غني پر ځوانانو، مېرمنو او عامو افغانانو غږ وکړ چې په دې حساسو شرایطو کې خپل یووالی وساتي او اجازه ور نه کړي چې هېواد له اوسني وضعیت شاتګ وکړي.
































