ناټو په 🇦🇫افغانستان کې د خپل ماموریت تر پوره کېدو وروسته په ترکیه کې د افغان ځانګړو ځواکونو د روزنې بهیر پیل کړی دی. د المان خبري اژانس د راپور له مخې، د تېرې چهارشنبې په ورځ د افغان ځانګړو ځواکونو یوه ډلګۍ د پوځي زده کړو لپاره ترکیې ته لېږل شوې ده. یاد اژانس د ناټو ځواکونو د یو چارواکي له قوله ویلي چې دا په ترکیه کې د افغان ځواکونو د روزنې پیل دی او دوی به له دې وروسته په دغه هېواد کې د افغان ځانګړو ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي. ترکیه کې د افغان ځانګړو ځواکونو د روزنې بهیر پر داسې مهال پیلېږي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د جګړې ډېر مسوولیت همدغو ځواکونو ته ورله غاړې شوې دی.
































