د افغانستان پر بیارغونه د امریکا د څار ادارې (سیګار) نن په خپل راپور کې ویلي چې له امریکا سره د طالبانو د دوحې تر تړون وروسته په 🇦🇫افغانستان کې د طالبانو بریدونو کې دوه برابره ډېروالی راغلی دی. د یاد راپور پر بنسټ د طالبانو له لوري د بریدونو ډېروالي افغان حکومت د موجودیت له بحران سره مخ کړی دی. راپور کې راغلي چې طالبانو په یاد تړون کې ژمنه کړې وه چې خپل بریدونه به کموي، له افغان حکومت سره به د خبرو مېز ته حاضرېږي خو نه یوازې دا چې بریدونه کم شوي نه دي بلکې دوه برابره ډېر شوي دي. راپور وړاندې کاږي چې تر یاد تړون وروسته د ۲۰۲۰م کال له سپتمبر نه تر نومبر میاشتې پورې طالبانو ۱۳ زره او ۲۴۲ بریدونه کړي دي چې د تېر کابل په پرتله دوه برابره ډېروالی ښیي.
































