روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۴۱۹ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر دغې وبا اخته ۵۲ تنه مړه شوي او ۹۶۶ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر ۱۴۶ زره او ۵۲۳ ته او د مړه شویو هغه بیا ۶ زره او ۶۷۷ ته لوړ شوی دی. روغتیا وزارت ویلي چې که څه هم په دې وروستیو کې د کرونا وبا مثبتې پېښې مخ په کمېدو دي خو ټینګار کوي چې هېوادوال دې روغتیایي سپارښتنو ته په جدي پاملرنې سره د دغې وبا د درېیمې او خطرناکې څپې پراختیا مخنیوي کې خپل مسوولیت ادا کړي.
































