د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې یا سيګار هغه عوامل په ګوته کړي چې په روان کال کې يې د افغانستان امنيت او ثبات له خطرونو سره مخ کړی دی. د دغې ادارې په نوي راپور کې نشه يي توکي هغه عامل بلل شوي چې د افغانستان راتلونکی تهديدوي. د سيګار په تازه راپور کې راغلي چې که څه هم نشه يي توکي د پخوا په شان د افغانستان امنیت او ثبات له تهديد سره مخ کړی، خو د افغانستان حکومت او نړیواله ټولنه اوس له نشه يي توکو سره مبارزې ته چندان پام نه کوي. سيګار وايي چې له افغانستان څخه د بهرنيو نظامي ځواکونو له وتلو سره سم امريکا له نشه يي توکو سره د مبارزې پروګرامونه محدود کړي او ځيني پروګرامونه خو يې بېخي په ټپه درولي دي.
































