د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې په تېرو څلورو میاشتو کې د تاوتریخوالي کچه په بې سارې توګه لوړه شوې چې له کبله یې ۲۵۶۶ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۳۰۲۱ نور ټپيان دي. د سولې په چارو کې د دولت وزارت د تاوتریخوالي کمولو د څارنې کمسیون رییس سید عبدالله هاشمي وايي چې په وژل شویو کې ۶۵۰ ښځې، ۹۲۵تنه ماشومان او په ټپیانو کې ۲۹۰ښځې او ۸۸۱تنه ماشومان شامل دي. نوموړي دغه راز زياته کړه چې طالبانو په هره مياشت کې د تاوتريخوالي کچه په سلو کې ۳۵ سلنه زیاته کړې او حتی ښوونځي او عامه تاسیسات یې هم په نښه کړې دي. په داسې حال کې چې په روانه جګړه کې د تلفاتو یوه لویه برخه ملکي وګړي، ښځې او ماشومان جوړوي، د مصالحې عالي شورا مرستيال عطاالرحمن سليم وايي چې د دې باوجود هم هڅه شوې چې روانې جګړې ته توجیې او شرعي لوری ورکړل شي. د سليم په خبره، جنګ د حللار نه ده او طالبان بايد خپلې ټولې غوښتنې له کوم قيد او شرط پرته په مذاکراتو کې مطرح کړي.
































