د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې د باران ورېدو له امله لسګونه کسان مړه شوي او ګڼ نور لادرکه دي. د نورستان والي حافظ عبدالقیوم وايي، چې د کامدېش په میردیش سیمه کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر تر ۱۵۰ ورسېد او امکان شته چې نور هم زیات شي. نوموړی وايي سېلاب سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم زیانمنه کړې ده. حافظ عبدالقیوم وایي، سیمه د طالبانو تر ولکې لاندې ده او که دا ډله خنډ جوړ نه کړي نو مرستندویه ډلې به هلته ورسېږي. پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ويلي، له سیمې ورته رسېدلي لومړني راپورونه وايي سېلابونو ۶۰ کورونه او دوه پلونه بشپړ ویجاړ کړي دي. د نورستان د ولايتي شورا مشر سعید الله نورستاني او د دې شورا یو بل غړي سيمه کې د راوتلو سېلابونو له امله تر ۸۰ د ډېرو کورونو ویجاړېدو خبره کړې.
































