امریکايي ځواکونو یو ځل بیا د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې هوایي بریدونه کړي دي. د راپورونو له مخې، دغه بریدونه نن د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند د تادین خان له کورونو سره د طالبانو پر یوه مرکز شوي دي. د دغو بریدونو له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه کره معلومات نشته. دا په تېرو دوو اونیو کې درېیم ځل دی چې بهرني ځواکونه د کندهار په بېلا بېلو سیمو کې پر طالبانو هوايي بریدونه کوي.
































