چین وايي د افغانستان د بیارغونې او سولې پروسې څخه ملاتړ کوي، د چین د دفاع وزارت ویاند وو کیان ویلي چې هیواد يې د افغانستان د بیارغونې او سولې پروسې څخه ملاتړ کوي. وو کیان ویلي چې له افغانستان څخه د بهرنیو پوځونو په وتلو سره دلته د حالاتو د خرابیدو پړه د امریکا پر غاړه ده. نوموړي زیاته کړې چې د اوسنیو خرابو امنیتي حالاتو اصلي پړه د امریکا پر غاړه ده او دوی باید دا پړه د سیمې پر هیوادونو وا نه چوي.
































