د هلمند په مرکز لښګرګاه ښار شمال لښکري بازار سیمه کې د ملکي کسانو پر یوه سراچه ډوله موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې چې له امله یې ۸ تنه ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اوښتې ده. د هلمند د ولایتي شورا رییس عطاالله افغان وویل، چې په پېښه کې درې تنه ملکي وګړي وژل شوي او د مېرمنو او ماشومانو په ګډون پکې پنځه تنه نور ټپيان شوي دي. افغان زیاتوي چې ټپيان د سره صلیب لخوا روغتون ته انتقال شوي دي.
































