امریکا کې د کرونا واکسین د اخیستلو لپاره لا هڅوونکې لارې غوره شوې دي. تازه د امریکا ولسمشر جو بایډن امر کړی چې هر هغه کس ته چې د کرونا واکسین اخلي سل ډالره دې د هڅونې لپاره ورکول کېږي. ددې تر څنګ بایډن ویلي چې د کرونا واکسین په ځينو دولتي ادارو کې حتمي دي خو هغه ډله کسان چې کرونا واکسین نه اخلي نو دوی اړ دي چې په هرو دوو اونیو کې یو ځل د کرونا ټېسټ وکړي او تر څنګ یې باید په اداراتو کې په دایمي توګه ماسک وکاروي. خو د بایډن ادارې دا هم ویلي چې په ټوله امریکا کې د کرونا ضد واکسین د وېش او اخیستو لپاره لا ډېرې هڅوونکې لارې غوره کوي او موخه یې دا ده چې وکړی شي دغه وبا ختمه کړي او خلک عادي ژوند ته راوګرځي.
































