چک جمهوریت هم اعلان کړی چې خپلو افغان همکارانو او ددوی د کورنۍ غړو ته پنا ورکوي. د چک جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې په افغانستان کې ددوی ځينې افغان همکاران او د کورنۍ غړي یې له خطر سره مخ وو، نو ځکه یې د دوی د لېږدولو پرېکړه کړې ده. دده په خبره دوی د بشري حقونو او د خپلو همکارانو د خوندیتوب لپاره دغه اقدام کړی دی. چک جمهوریت ویلي چې په لومړي سر کې محدود شمېر وګړي له افغانستان لېږدوي خو وروسته د اړتیا په صورت کې ددې لړۍ پر لا پراختیا فکر کوي. بلخوا د افغان ژباړنو او د امریکا د افغان همکارانو او ددوی د کورنۍ د غړو لومړۍ ډله امریکا ته رسېدلې ده او هلته په موقته توګه په یوه پوځي اډه کې ځای پر ځای شوي دي.
































