امریکا یو ځل بیا په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي د درېدو غوښتنه کړې ده. د امریکا د ولسمشر جو بایډن د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان په یوه تازه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې اوسنی تاوتریخوالی او د جګړو اوج د منلو نه دی. نوموړي ویلي ددې جدي اړتیا ده چې دواړه لوري ژر تر ژره مذاکراتو ته راوګرځي او د سولې خبرې چټکې کړي. سلیوان وایي په افغانستان کې هېڅ لوری هم د زور له لارې واک ته نه شي رسېدلی نو له همدې امله جدي اړتیا ده چې ښکېل اړخونه جګړې کمې کړي او د مذاکراتو فرصت دې نه ضایع کوي. سلیوان ویلي چې افغان سوله د امریکا له ملاتړ برخمنه ده او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي. نوموړي په هرات کې د ملګرو ملتونو پر دفتر برید هم په کلکو ټکو غندلی او په وینا یې دا یوه بوږنوونکې پېښه ده او په افغان جګړه کې باید بې طرفه وګړو ته زیان وا نه وړي.
































