د ترکیې په قونیه ښار کې وسله والو کسانو د عامو خلکو د اوسېدو پر یو ځای برید کړی دی. په دغه برید کې اووه تنه وژل شوي چې ټول د یوې کورنۍ غړي دي. د راپورونو له مخې، ناپېژنده وسله وال لومړی دې سیمې ته ورغلي او وروسته یې د یو کورنۍ پر غړو برید کړی دی. بریدګر تر برید وروسته له سیمې تښتېدلي او ویل کېږي چې د دې پېښې عاملین کردان دي. که څه هم تر اوسه د یاد برید په تړاو څوک نه دي نیول شوي، خو په دې برخه کې د ترکیې د پولیسو څېړنې روانې دي.
































