د خوست ولایت په یعقوبیو ولسوالۍ کې د ملي بیرغ د نمانځنې پر مراسمو د برید له امله دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي او له ۳۰ زیات نور ټپيان دي. د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند اېمل مومند سپوږمۍ راډیو ته وویل، چې برید پرون مازدیګر پر دې مراسمو د افغان ځواکونو په یوه اډه کې وشو. د خوست د یعقوبیو ولسوال اکبر ځدراڼ او نورو سیمه ییزو چارواکو هم دا برید تایید کړی او ویلي یې دي چې په ټپیانو کې د ملي اردو دوه سرتېري هم شامل دي. طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
































