تېره شپه د کابل ـ جلال اباد په لویه لاره د قرغیو ولسوالۍ اړوند نارنج باغ په سیمه کې د یوه کاسټر او سراچه موټرو د ټکر له امله ۸ تنه مړه شوي او ۱۰ نور ټپیان دي. په ټپیانو او مړه شویو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي. د یوه بل خبر له مخې نن سهار د قرغیو ولسوالۍ اړوند د عزیز خان کڅ په سیمه کې د یوې ټوډي او دوه سراچه ډوله موټرو د ټکر له امله ۱۲ تنه مړه شوي شوي او ۸ نور ټپیان شوي. د معلوماتو له مخې دواړه پېښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوي دي.
































