د جنوبي وزیرستان په تیارزه تحصیل سیمه کې د وسله والو کسانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته کې دوه پوځیان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي. د خیبرښتونخوا پولیسو د یادې پېښې د پخلي ترڅنګ زیاته کړې چې وسله والو کسانو ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پوځیانو پر یوه پوسته برید کړی دی چې په پایله کې یې لومړی یو پوځي وژل شوی او پنځه نور ټپيان شوي وو خو یوه بل بیا په روغتون کې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړې ده. تر اوسه پورې د یاد برید مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی خو د تېرې پنجشنبې په ورځ د پاکستاني طالبانو مشر ویلي وو چې دوی به د پاکستاني ادارو پر ضد خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.
































