د ریلیف وېب په نامه د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ انلاین خپرونې ویلي چې دوی افغانان یوازې نه شي پرېښودلی. یادې خپرونې زیاته کړې چې افغان ځواکونه له یو شمېر سیمو په شا شوي دي او څومره چې د افغان دولت د واک ساحه تنګېږي په هماغه کچه بشري مرستو ته د خلکو اړتیا ډېرېږي. دغې خپرونې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې ده چې باید په افغانستان کې له لوږې او بېوزلۍ سره د مخ لکونه افغانانو لاسنیوی وکړي. د خپرونې په خبره، افغانان له کلونو راهیسې جګړو ځپلی دی خو په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د کرونا وبا خپرېدو دغه هېواد له هره پلوه ډېر سخت ځپلی دی نو نړیواله ټولنه باید دغه هېواد له یاده ونه باسي او له هغو لکونو افغانانو سره د مرستې ډګر ته را ودانګي چې په دې وروستیو کې پراخو جګړو او وچکالۍ ځپلي دي.
































