یو پخواني بریتانوي جنرال لارډ ریچارډز د افغانستان په اړه د امریکا پر تګلاره نیوکې کړې دي او زیاته کړې یې ده چې دغه هېواد د خپلو سرتېرو ترڅنګ د سلګونه ناټو ځواکونو قربانیو ته هم په سپکه سترګه وکتل او دغه هېواد یې یو ځل بیا ګړنګ ته ورټیل واهه. نوموړي د بریتانیا پر لومړي وزیر بوریس جانسون غږ کړی دی چې ژر د افغانستان لپاره ستراتیژي جوړه کړي څو دا هېواد د لویدیځ تر ماتې وروسته د ترهګرو پر خوندي پټنځای بدل نه شي. هغه ویلي، چې نه یوازې په افغانستان بلکې په عراق، سوریه او لیبیا کې هم د امریکا د تېرو شلو کلونو جیو ستراتیژي ناکامه شوې او دا هېوادونه ځانګړې توګه افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر ځاله بدلېدونکی دی. هغه څرګنده کړې چې د امریکایي او ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته به د کندهار په څېر ستر ښارونه د طالبانو لاس ته ولوېږي او دا چاره به د قدرت خلا رامنځته کړي. نوموړي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په اشارې امریکا ته خبرداری ورکړی دی چې د سپټمبر د یوولسمې پېښې تکرار ته دې منتظر اوسي.
































