د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ ته په ځواب کې، د ایران د اسلامي انقلابي ګارد قوماندان حسین سلامي خبرداری ورکړی چې که امریکايي ځواکونه د فارس په خلیج کې د ایران جنګي او ملکي کښتۍ وګواښي له منځه به یې یوسي. سلامي په یوه ټلویزیوني مرکه کې ویلي، چې د ایران سمندري ځواکونو ته يې لارښوونه کړې چې د متحده ایالاتو د جنګي کښتیو د ګواښ په صورت کې جدي ځواب ورکړي. د ایران دا غبرګون داسې مهال دی، چې دوه ورځې وړاندې، د امریکا ولسمشر د دې هېواد سمندري ځواکونو ته سپارښتنه کړې وه چې که ایراني کښتۍ په فارس خلیج کې دوی ته مزاحمت کوي، له منځه یې یوسي.
































