د عراق د مقاومت ډلې ګواښ کړی دی چې که چېرته امریکا د خپلو پوځیانو په وتلو کې بېړه ونه کړي نو دوی به ورباندې خپل بریدونه بېرته له سره پیل کړي. د یادې ډلې یو غړي روسیا الیوم سره په مرکه کې ویلي چې هره شیبه پر امریکایي اهدافو د بریدونو امکان شته دی ځکه چې د نوموړي په خبره امریکا له دغه هېواد څخه د وتلو جدي اراده نه لري. یادې ډلې ټینګار کړی دی چې دوی جګړې ته بشپړ چمتووالی لري او که چېرته امریکا په دغه هېواد کې خپل غیر قانوني حضور ته دوام ورکړي نو د دوی تر سختو بریدونو لاندې به راشي. په ورته وخت کې حزب الله ډلې هم ویلي چې امریکا د عراقیانو ارادې او غوښتنې ته درناوی نه لري او که چېرته ژر له دغه هېواده ونه وځي نو پښېمانه به شي. دا خبرداري پر داسې مهال دي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن په دې وروستیو کې ویلي چې ژر به خپل ټول ځواکونه له عراقه هم خپلو کورونو ته ستانه کړي.
































