د ایران پخوانی ولسمشر محمود احمدي نژاد وایي د ایران ولسمشر حسن روحاني باید د خلکو د وژلو او په نړیواله کچه د ایران د سپکولو په تور محاکمه شي. نژاد په یوه پرانیستي لیک کې ویلي چې حسن روحاني د خپلې واکمنۍ پر مهال د عامو ایرانیانو په ژوند کې هېڅ راز تغیر نه دی راوستی، بلکې د واک له لومړۍ ورځې یې د خپلو خلکو پر وړاندې ټوپک پورته کړی دی او ددوی هر غږ یې چوپ کړی دی. ده همدا راز ویلي چې روحاني ایران نړیوالو ته وشرماوه او سپک یې کړ، نو ځکه باید محاکمه شي او خپله سزا وویني. د نژاد موخه په ۱۳۹۸ کال کې هغه لاریونونه دي چې په هغه کې لسګونه ایرانیان د حکومت له لوري ووژل شول. رویټرز وایي چې په دې لاریونونو کې حکومت ۱۵۰۰ کسان ووژل خو ایران وایي چې شاوخوا ۲۰۰ کسان وژل شوي دي، د بشري حقونو د څار ځینې ډلې بیا د وژل شوو شمېر تر ۳۰۰ ډېر بولي.
































