د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې د وروستیو سیلابونو تلفات لوړ شوي دي. د نورستان ځایي چارواکي وایي چې تر دې دمه د ۱۱۳ کسانو جسدونه له خاورو را ایستل شوي دي خو شاوخوا ۱۱۰ کسه لا هم لا درکه دي. سرچینه کاږي چې سیلابونو شاوخوا ۱۷۳ کورونه ویجاړ کړي دي. د کامدیش ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو هم رسنیو ته ویلي چې ډېری کورنۍ په بشپړه توګه تر خاورو لاندې دي خو د ځینو کورنیو یو یا دوه غړي ژوندي پاتې دي. دوی وایي چې سیلابونو سخت مالي او ځاني زیانونه ورته اړولي دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. د نورستان ولایت مقام وایي چې دوی تر خپلې وسې له اړمنو سره مرسته کړې ده او مرستندویو موسسو ته یې هم د مرستې او رسیدګۍ زمینه برابره کړې ده.
































