د امریکا ولسمشر د امریکایي پوځ افغان همکارانو ته د اته زره نورو ویزو ورکړه منظوره کړې ده. د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې بایډن په یوه تازه فرمان کې د امریکایي پوځ افغان همکارانو ته اته زره ځانګړې وېزې او دوی ته د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو د برابرولو په موخه پنځه سوه میلیونه ډالر مرسته منظوره کړې ده. بایډن ویلي چې دغه کسانو په سختو شرایطو کې ځان له خطر سره مخ کړی دی او له امریکایي پوځ سره یې همکاري کړې ده. دده په خبره دوی د افغان همکارانو د ژوند خوندیتابه ته ژمن دي او په دې برخه کې هر ډول همکاري ورسره کوي. بلخوا ځينو امریکایي سناتورانو هم ویلي چې دوی د لا ډېرو ویزو د اخیستلو لپاره هڅه کوي او موخه یې دا ده څو له احتمالي خطر سره مخ افغانان له دغه هېواد وباسي.
































