په هند کې افغان سفیر وایي چې د روان ۲۰۲۱ز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د هند او افغانستان ترمنځ سوداګرۍ کې ۲۱،۹۶ سلنه ډېروالی راغلی او تمه ده چې په راتلونکو میاشتو کې دا سلنه تر دې هم لوړه شي. هغه زیاته کړې چې د افغانستان محصولات د هند په بازارونو کې ښه مشتریان لري او که د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې اسانتیاوې ډېرېږي نو سوداګري به پراخېږي او د خلکو تود هرکلی به د افغانستان د اقتصادي ودې سبب شي. دمګړی د پاکستان له لوري د خنډونو تر جوړولو وروسته د افغانستان او هند ترمنځ سوداګري د هوایي دهلیزونو او چابهار بندر له لارې ترسره کېږي له همدې امله هند ټینګار کوي چې دوی به د چابهار بندر لا پیاوړی کوي او له دې لار به سوداګري لا ډېروي.
































