د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې طالبان به داعش ډلې ته په افغانستان کې د نفوذ اجازه ورنه کړي. د پاکستان جیونیوز تلویزیون د خبر له مخې، قریشي دغه راز څرګنده کړې چې افغان ځواکونه هم له یادې ډلې سره د مبارزې وړتیا لري او طالبان به هم اجازه ورنه کړي چې داعش وسله وال افغانستان ته ننوځي. هغه څرګنده کړې چې امن افغانستان د ټولې سیمې د پرمختګ لپاره اړین دی او دوی به له سیمه ییزو هېوادونو سره په ګډه په دغه هېواد کې د سولې او ثبات لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. نوموړي د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز د راتلونکې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې هیڅ ډله نه شي کولی د دغې پروژې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.
































