په هرات ولایت کې د یوناما پر دفتر تر برید وروسته، د ملګرو ملتونو د استازولۍ یو پلاوي په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له غړو سره د خپلو دفترونو د امنیت پر خوندیتوب خبرې اترې کړې دي. د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي چې د عبدالحق وثیق په مشرۍ د دغه دفتر یو پلاوي د یوناما له مرستیال سټیف سره لیدلي دي. نوموړي زیاته کړې چې په دغه لیدنه کې د هرات په ګزره ولسوالۍ کې د یوناما پر دفتر باندي د وروستي برید په اړه خبرې شوې دي. نعیم زیاته کړې چې دوی یو وار بیا ډاډ ورکړی دی چې تر خپلې ولکې لاندي سیمو کې به د ملګرو ملتونو، ټولو موسساتو او عامه تاسیساتو امنيت خوندي کوي. هغه دغه راز ویلي چې یوناما د خپلو دفترونو نقشه ورسره شریکه کړې ده څو په راتلونکې کې یې د امنیت د خوندیتوب لپاره اړین اقدامات وشي.
































