روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۴۸۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر دغې وبا اخته ۳۷ کسان مړه شوي او ۱ زر او ۳۴۱ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه پورې په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر ۱۴۷ زره او ۹۸۵ ته او د مړه شویو هغه بیا ۶ زره او ۷۷۴ ته لوړ شوی دی. یاد وزارت وایي چې که څه هم په وروستیو کې په هېواد کې پر کرونا د مثبتو پېښو شمېر مخ په ځوړ دی خو هېوادوال دې روغتیایي سپارښتنو ته په جدي پاملرنې سره د کرونا د درېیمې او خطرناکې څپې پراختیا مخنیوي کې خپل مسوولیت په سمه توګه ادا کړي.
































