د ایران دولتي ورځپاڼې اطلاعات په تازه یوه تبصره کې ویلي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو سره جوخت امریکا په شعوري توګه د افغانستان پر ضد د خپلو رسنیو پر مټ یوه تبلیغاتي جګړه هم پیل کړې چې،په دې توګه یې افغان ملت سخت اندیښمن کړی او طالبان یې تر دې حده په ځان باوري کړي چې هره شیبه د کابل د نیولو په فکر کې دي.ورځپاڼه وایي امریکا سره په دې تببلغاتي جګړه کې پاکستان هم ملګری دی او هره ګړۍ د خپلو تبلیغاتو وسایلو له لارې افغان حکومت او ولس په رواني توګه ځپي،ورځپاڼه وایي لا هم څرګنده نه ده چې امریکا د افغانستان پر ضد د تبلیغاتي جګړې څخه کومې موخې لري خو دا ښکاره خبره ده چې دومره هم د افغانستان حالات خراب نه دي لکه څنګه یې چې غربي رسنۍ تبلیغوي، ورځپاڼه وایي د امریکا او پاکستان وروستۍ تبلبغاتي جګړې طالبان ډیر پر ځان باوري کړي او پوره باور لري چې دوی د زور له لارې واک ته رسیدلی شي.
































