د بریتانیا اکسفورډ پوهنتون کې د کرونا وبا ضد واکسین اول ځل انسان ته وشو. دا واکسین د ۸۰۰ ګومارل شویو کسانو له ډلې دوو داوطلبو ته شوي دي.نیمايي به د کرونا واکسین وکړي او پاتې نورو ته به د کنټرول واکسین وشي چې له مننجیټ د خوندیتوب لپاره دی، نه د کرونا وبا. د اکسفورډ پوهنتون یوې ډلې دا واکسین په دریو میاشتو کې جوړ کړی دی او مشري یې هم په جینر انستیتیوت کې د واکسینپوهنې پوهانده سارا ګیلبرټ کوي. ساینسپوهان هیله من دي چې تر سپټمبر پورې د دې واکسین یو میلیون دانې تیار کړي او له اغېز ثابتولو وروسته یې تولید خورا ډېر کړي.
































