د عربي پارلماني ډلې یو پلاوی پاکستان ته تللی څو د افغانستان د روان وضعیت په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې ولري. د راپورونو له مخې ددغه ډلې مشري د بحرین د پارلمان مشر کوي او پاکستان ته په پنځه ورځني سفر تللي دي. په دې سفر کې دوی د افغانستان پر روان وضعیت او دلته احتمالي پېښو خبرې کوي. عربي رسنۍ وایي د سفر عمده موخه له پاکستاني پارلمان سره لیده کاته او همدا راز ددغه هېواد له ځینو چارواکو سره د سیمې، افغانستان او کشمیر پر وضعیت غږېدل دي. تر دې وړاندې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر هم پاکستان ته سفر کړی و او محمود قریشي وویل چې دوی په افغانستان کې پر روانه جګړه، خنډونو او فرصتونو خبرې کړې دي.
































