د راپورونو له مخې په مدیترانې بحیره کې درېیو خیریه بنسټونو تېره شپه هغه څلور سوه کسان له ډوبېدو ژغورلي چې له یوې زړې بېړۍ په استفادې یې غوښتل اروپايي هېوادونو ته په قاچاقي توګه لاړ شي. دغه خیریه بنسټونه وایي چې د ژغورنې عملیات د شپې تر ناوخته روان وو. د مدیترانې بحیرې له لارې هر کال زرګونه بېوزله افریقایان هڅه کوي چې ځانونه اروپا ته ورسوي. دا خورا مرګونې لار ده او د ملګرو ملتونو د وروستي راپور له مخې یوازې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په دې بحیره کې شاوخوا ۱۲۰۰ اوښتونکي کډوال ډوب شوي دي.
































